د برما مخالفې مشرې په ټاکنو کې د بریا ادعا کړې

د برما مخالفې مشرې انګ سانګ سوچي د یکشنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې د بریا ادعا کړې او هیله یې ښوولې، چې بریا به یې په هیواد کې یوه نوې څپه پرانیزي.

اغلې سانګ سوچې وروسته له هغه خپلو پلویانو ته وینا کوله، چې د هغې ډ یموکراسۍ پلوی ګوند وویل، له هغو څوکیو، چې دوی ورته سیالي کوله، له ۴۴ څوکیو نژدې ۴۳ کټلې دي.

خو د ټاکنو رسمي پایلې تر څو ورځو نه شي په ډاګه کیدلي. دغه څوکۍ په پارلمان خورا لږ سلنه جوړوي.