د سوریې تاوتریخوالو لس کسان وژلي

په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ نړیوال استازی کوفي عنان نن د سوریې لپاره د سولې د خپل پلان د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مالومات ورکوي، په دغه هیواد کې لاهم تاوتریخوالی روان دی.

د بشري حقونو فعالان وايي، لږ تر لږه لس تنه د سوریې په شمال کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د عربو خلیج هیوادونه پریکړه وکړه، چې د ازادې سوریې پوځ ته به میلیونه ډالره معاشونه او نور لګښتونه ورکوي.

دغه پيسې به د سوریې د مخالفانو ملي شورا له خوا اداره کیږي. روسیې

دغه پریکړه غندلې او دا یې د سولې له پلان سره په ټکر ګڼلې ده.