د روسۍ الوتکې لوېدو ۳۱ مسافر وژلي

د روسیې یوه الوتکه، چې ۴۳ کسان پکې سپاره وو، په سایبیریا کې رانسکوره شوې ده.

د ژغورنې ډلې وايي، په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او یو شمیر ژغورل شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي.

دغه فرانسوي ای ټي ار دوه اویا ډوله الوتکه له ټومین څخه پورته شوې وه د شمالي ایالت سرکټ په لور روانه وه، چې رادار نه ورکه شوه.

د روسیې د ترانسپورټ وزیر وايي، د پيښې په اړه یې پلټنې روانې کړي دي.