د ګلګت مظاهره کې درې کسه وژل شوي

د پاکستان په شمالي سيمه ګلګت کې د يوې مظاهرې پر مهال ډزو او لاسي بمونو لږ تر لږه درې کسه وژلي او له شلو ډېر نور يې ټپيان کړې دي.

له پېښې وروسته ځايي ادارې دغلته په ګرځېدو بندیز لګولی دی.

په ګلګت کې یوه پوليس بي بي سي ته وويل دغه مظاهره د اهل سنت والجماعت د یوه مشر مولانا عطاء الله د خوشې کېدو لپاره کېده چې ناپېژاندو کسانو پرې د لاسي بمونو بريد وکړ.

په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس هم شامل دي.

تر اوسه د بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې