سوريې د عملياتو په درېدو موافقه کړې

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب ليګ استازي کوفي عنان د امنیت شورا ته وویل، د سوریې حکومت موافقه کړې چې پوځي عملیات به د اپریل تر لسمې پای ته رسوي.

ښاغلي عنان وویل له هغه وروسته به دواړه خواوې ۴۸ ساعته وخت ولري چې بشپړ اوربند وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوسن رایس وویل د امنیت شورا ټولو غړو د سولې د پلان ملاتړ وکړ، خو ځیني غړي د سوریې د حکومت تیر ته په کتو مشکوک دي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر ويلي دي چې باید له مخالفو لورو هم ورته ژمنې واخیستل شي.