کرشنا پر حافظ سعيد د امريکايي جايزې هرکلی وکړ

هند په پاکستان کې د جماعت الدعوه د مشر حافظ محمد سعید د نیولو په تړاو د امريکا له لوري د جايزې ټاکلو هرکلی کړی دی.

امريکا د لشکر طیبه د بنسټګر د نيولو پر سر لس ميليونه ډالره انعام ټاکلی دی.

دغه پيسې به هغه چاته ورکول کېږي چې د ښاغلي سعید په اړه داسې معلومات امريکا ته ورکړي چې د ده د نیولو لامل وګرځي.

د هند د بهرنيو چارو وزير اس ايم کرشنا په نوي ډيلي کې خبريالانو ته وویل چې هېواد يې لا له وړاندې د حافظ سعيد پر ضد د قانوني ګام پورته غوښتنه کوله.

ده وويل د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې هند او امريکا په ګډه کار کوي، ځکه چې دواړه هېوادونه له ترهګرۍ نه اغيزمن شوې دي.