"د افغانستان اردو باید ملي، مسلکي او غیرسیاسي وي"

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جیمز ماتیس سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشر کرزي د جنرال جیمز ماتیس سره د کتنې په وخت افغانستان لپاره یوه واقعي ملي، مسلکي او غیرسیاسي اردو ضروري وبلله او ټینګار یې وکړ چې په وسله والو ځواکونو کې ټولې مقررۍ باید د وړتیا پر اساس تر سره شي.

په دغه کتنه کې د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم حضور درلود. دوي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه نظرونه شریک شول.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د ملي اردو د تشکیل، جوړښت او د هغوی د تمویل او تجهیز په اړه خبرې وکړې.

جنرال جیمز ماتیس په دې اړه یو ځل بیا د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.