حافظ سعيد وايي امريکا دې ما ومومي

د پاکستانۍ ډلې- لشکر طيبه بنسټ ايښودونکي- حافظ محمد سعيد د لسو ميليونو ډالرو هغه جايزه خندنۍ وبلله چې امريکا د سه شنبې په ورځ د ده پر سر کېښوده.

ښاغلي سعيد د راولپنډۍ په ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د امريکا له قانون نه تښتېدلى نه دى او ښکاره گرځي.

ښاغلي سعید په خپله امریکا وننګوله چې دې دې ومومي.