بوسنيا د کورنۍ جګړې شلمه کليزه لمانځي

نن په بوسنيا هرزګوينا کې د کورنۍ جګړې د پيل شلمه کليزه لمانځل کېږي.

دغه جګړه تر دويمې نړېوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو بې رحمه جګړه بلل کېږي.

په جګړه کې له سلو زرو زيات کسان ووژل شول او د بوسنيا نژدې سم نيمايي وګړي د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول.

د لمانځنې تر ټولو مهم مراسم به په سرايو کې لوی کنسرت وي.

د بوسنيا جګړه وروسته له هغه ونښته چې اروپايي ټولنې له پخوانۍ يوګوسلاويا نه جلا شوې، بوسنيا په رسميت وپېژنده.

سربانو د دغې پرېکړې مخالفت وکړ.