د ملاوي ولسمشر د زړه حملې مړ کړ

د ملاوي ولسمشر بېنګو وا موتاریکه د زړه د درېدو له امله ومړ. د هغه عمر اووه اتيا کاله وو.

حکومتي سرچينو بي بي سي ته د هغه مړينه تايید کړې ده، خو په اړه يې رسمي اعلان نه دی شوی.

د ولسمشر جسد جنوبي افريقا ته لېږدول شوی دی.

ښاغلى موتاريکه په لومړي ځل، په ٢٠٠٤ کال واک ته ورسيد اوپنځه کاله وروسته بيا د ولسمشر په توگه انتخاب شو.

د هغه تگلارو ډيرى لوديځ هيوادونه په غصه کړي او په ٢٠١١کال کې د مخالفو احتجاجيانو له وژنې وروسته يې خپلې مرستې پرې درولې دي.