د مالي طواريق جنګيالو خپلواکي اعلان کړې

د طواريق قبيلې د مالي په شمالي سيمه کې چې تر ولکې لاندې يې ده خپلواکي اعلان کړې ده.

د ازاواد د ازادۍ ملي غورځنګ دغه اعلان پر خپله وېبپاڼه کړی او له نړېوالې ټولنې يې د هغې د پېژندلو غوښتنه کړې ده.

طواريق جنګياليو وروسته له هغه د ټيمبوکټو په ګډون يو شمېر سيمې لاندې کړې چې دوه اوونۍ وړاندې ياغي پوځيانو د مالي حکومت وپرځاوه.

بشري ډلو په مالي کې د بشري ناورين خبرداری ورکړی دی.