روسيې د امريکايي محکمې پرېکړه وننګوله

د روسيې حکومت د هغې امريکايي محکمې پر پرېکړه نيوکه کړې چې د وسلو يوه روسي دلال ته يې د بند پنځه ويشت کاله سزا اورولې.

څارنوالو، ويکتور بوچ د امريکا متحده ایالاتونو ته يو ګواښ بللی او ويلي يې دي ښايي دغه وسلې د امريکايانو په وژلو کې وکارول شي.

روسيې د محکمې پرېکړه له وخته وړاندې او بې اساسه بللې ده.

دوی وايي د دغې پرېکړې د ماتولو لپاره به خپل ټول وس وکاروي.

د ښاغلي بوچ مدافع وکيل هم وايي هغه به د دغې پرېکړې پر وړاندې اپيل وکړي.