هنګري کې يوه کس د کورنۍ څلور غړي وژلي

له هنګري نه راپورونه وايي هغه کس چې توره ورسره وه د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

ځايي رسنيو د پوليسو له قوله ويلي دغه سړي له يوې لفظي شخړې وروسته خپل پلار، مشر ورور او نيا او نيکه وژلي دي.

دغه پېښه د جنوبي بوداپيست د کولکس په يوه کلي کې رامنځته شوې ده.

مشکوک کس د هنګري د ځانګړو پوليسو د يوه ټولي له لوري نيول شوی دی.