د سوريې حکومت ليکلی ضمانت غواړي

په ملګرو ملتونو کې د سوريې سفير وايي بهرني هېوادونه د مخالفينو په ملاتړ کولو سره غواړي په سوريه کې احتمالي اوربند له ګواښ سره مخامخ کړي.

سفير بشار جعفري وويل سوري ځواکونه او درنې وسلې به د ملګرو ملتونو د استازي کوفي عنان له غوښتنې سره سم راتلونکې سه شنبه له ګڼ مېشتو سيمو راووځي.

خو ده وويل ښاغلی عنان بايد له قطر، سعودي او ترکيې نه ليکلی ضمانت واخلي چې دوی به د سولې د پلان ننګه کوي.

ده له ښاغلي عنان نه دا ضمانت هم غوښتی چې له دغو سيمو د وتونکو حکومتي سرتېرو ځای د حکومت مخالف وسله وال ډک نه کړي.