د امریکا په ویرجینیا کې جنګي الوتکه رالوېدلې

د امريکا د سمندري ځواکونو یوه جنگي الوتکه د ويرجينيا ايالت د يوه ښار په زړه کې رالوېدلې چې يوه ودانۍ ېې ړنگه او د اور په لمبو کې لاهو کړه.

د ايف ١٨ جنگي جيت الوتکي دوه پيلوټان بهر ته وغورځول شول او الوتکه د ويرجنيا ايالت په ساحل کې رالويده، پيلوتان دواړه ژوندى پاتي شول ، په دي پيښه کې ٤ نور کسان تپيان شوي دي.