بوسنا د کورنۍ جګړې شلمه کالیزه ولمانځله

په بوسنيا هرزگوينيا کې د کورنۍ جگړې د پيل د شلمې کاليزي د لمانځلو مراسم چې پرون پيل شوي وو د شپې تر نيمې یې دوام وکړ.

د بوسنيا د کورنۍ جگړې پر مهال اروپا د دوهمئې نړيوالي جگړي ر ا ايسته د ترټولو بد جنايتونو شاهده وه.

په بوسنيا هرزگوينيا کې د ١٩٩٢ م کال د اپريل په مياشت کې جگړه پيل شوه چې په پايله کې پخوانۍ يو گوسلاويا ټوټه ټوټه شوه.

اټکل دی چې ددغې جگړې پر مهال سل زره انسانان ووژل شول او نږدې ٥٠ زره نور د خپلو کورونو پريښدولو ته اړ شول.