په غزه کې درې تنه اعدام شول

د حماس غورځنګ تر ولکې لاندې په غزه تړانګه کې درې تنه اعدام شوي دي.

پر یوه تن یې تور وو چې له اسراییلو سره یې لاس درلود.

د حماس د کورنیو چارو وزارت وايي درې واړه کسان د غزې ښار په یوه امنیتي مرکز کې په دار ځړول شوي دي.