مالاوي تایید کړه چې ولسمشر يې مړ شوی دی

په مالاوي کې چارواکو تر ۲۴ ساعتونو وروسته تایید کړه چې ولسمشر بېنګو وا موتریکا مړ شوی دی.

وړاندې تر دې د ولسمشر بینګو د زړه د حملې په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د کابینې مرستیال برایت مساکا د دولتي راډیو له لارې د مړینې خبر تایید کړ.

د مالاوي د اساسي قانون له مخې د ولسمشر مرستیال باید د هغه ځای ناستی شي.