په صنعا کې پر هوايي ډګر برید شوی

وسله والو کسانو د یمن په پلازمینې صنعا کې پر هوايي ډګر برید کړی دی.

چارواکي وايي پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار وسله وال قباییلي کسانو دغه برید ترسره کړی دی.

برید یوه ورځ وروسته تر هغه شوی چې د یمن نوي ولسمشر دوه لوړپوړي او ځینې نور پوځي چارواکي له دندو په دې خاطر ګوښه کړل چې پخواني ولسمشر ته وفادار بلل کېدل.