زرداري وايي منموهن سنګهـ دې هم پاکستان ته ورشي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د هند له لومړي وزیر منموهن سنګهـ سره په ډيلي کې د هغه په استوګنځي کې ولیدل.

دواړو مشرانو د خپلو هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو غوښتنه وکړه او هیله یې ښودلې چې یو ځل په پاکستان کې هم سره وګوري.

دا یو ورځنی شخصي سفر یوه وروځ وروسته له هغه کیږي چې هند یو ځل بیا پاکستان د هغه کس په ساتلو تورن کړ چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د بریدونو پلان کوونکی بلل کیږي.

ښاغلي زرداري وویل چې ددوی په لیدنه کې پر ټولو اړینو مسایلو خبري وشوې:

''هند او پاکستان سره ګاونډیان دي . موږ غواړو چې لا ښې اړیکي ولرو . موږ پر ټولو هغو موضوع ګانو خبري وکړې چې باید کړي مو وای او هیله لرو چې ډیر ژر له یو بل سره د پاکستان په خاوره کې هم وګورو.''