له مصر اسراییل او اردن ته د غازو نل لیکه بیا وچاوده

له مصر اسراییل او اردن ته د غازو غځول شوې نل لیکه بیا چوول شوې ده.

پر دغه نل لیکه په تېرو څلور میاشتو کې ټيک څوارلس ځلې بریدونه شوي.

عیني شاهدانو ویلي، پوز پټو کسانو تر نل لیکې لاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او د مصر په شمالي عریش ښار کې یې چوولي دي.

له دغې غازي نل لیکې د ګټې اخیستنه وروسته تر هغه څو اوونۍ وځنډول شوه، چې یو ورته برید پرې وشو.