د مالي ولسمشر استعفا وکړه

د مالي ولسمشر امادو توماني په رسمي توګه له خپلې دندې استعفا اعلان کړې ده.

نوموړی وايي چې دا کار یې د کودتا له مشرانو سره په هېواد کې د روانې شخړې او ناامنیو د پای ته رسولو په موخه کړی دی.

د بورکینا فاسو د باندینیو چارو وزیر جبریل باسول، چې د مالي د شخړې نړیوال منځګړی دی، منلې چې ولسمشر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د نوموړي استعفا پارلمان او ولسمشرۍ ته د کودتا د مشرانو رسېدو ته لاره هواره کړه.

دا بدلون پرداسې مهال راغلی، چې د مالي شمالي برخه له هېواده د جلا والي غوښتنه کوي.