د مصر مخکنی استخباراتي رییس ولسمشرۍ ته ولاړ دی

د حسني مبارک د رژیم د استخباراتو پخوانی مشر عمر سلیمان په رسمي ډول د مصر د مشرتابه لپاره سیالیو ته ننوتلی دی.

له دې سره داسې ګمانونه راپورته ښوي چې ګني دی د دغه هیواد د واکمنو جنرالانو ملاتړ له ځانه سره لري.

دده یو عمده سیال خیرت الشاطر چې د اخوان المسلمین نوماند دی، د ښاغلي سلیمان نوماندي د مصري وګړو لپاره یو سپکاوی بللی.

هغه ویلي دده سیال یوازې د جعل کارۍ په صورت کې ټاکنې ګټلی شي او که داسې وشي، نو دده په خبره په مصر کې به انقلاب له سره پیل شي.

یو مصری فلم جوړوونکی عمر رابرت هامیلتون چې تېر کال کې یې په ډیموکراسي پلوه تظاهراتو کې ګډون کړی وو، بي بي سي ته ویلي چې ښاغلي سلیمان ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه سیالۍ ته ودریږي:

''دا حقیقت چې تقریباً هرڅوک کولی شي د ولسمشرۍ نوماند شي، ښیي چې د پوځ عالي شورا د مشر خلکو او انقلاب ته څومره لږ اهمیت ورکړي. دا حقیقت چې دوی فکر کوي چې کولی شي د هېواد د ظالمانو یو پخوانی مشر د خلکو مشري کولی شي، خندوونکی دی. دا کار څرګندوي چې دوی خپلې شاوخوا څخه څومره لږ ه خبرتیا لري، او دا چې زموږ لپاره څه شی ښه دي.''