ش. کوریا توغندي ازمایلو ته چمتووالی نیسي

شمالي کوریا د یوه لرې واټن ویشتونکي توغندي توغولو ته چمتووالی نیسي.

دغې چارې په تېرو اوونیو ګې د ګاونډیانو او د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې راپورته کړې وې.

''پیونګ یانګ'' وایي ددغه راکټ په مټ یو سټلایټ فضا ته لېږي.

خو نور هېوادونه او ګاونډیان یې وایي چې شمالي کوریا په پټه لرې واټن ویشتونکی توغندی ازمایي او غواړي خپل اټومي ظرفیتونه غښتلي کړي.