سوري پوځ د کډوالو په کمپ ډزې کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پر سوري-ترکي پوله سوري ځواکونو د سوري کډوالو پر مېشت ځای (کلیس) ډزې کړې دي.

بل خوا، چین له سوریې غوښتي چې د نړیوالو د سولې پلان ته غاړه کښېږدي.

چین دا غوښتنه داسې مسکو ته د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ولیدالمعلم له سفر سره هم مهاله کړې دي.

د سولې د پلان د کامیابۍ په اړه هغه مهال شکونه راپورته شول، چې دمشق له ټلوالې د سولې په تړاو د لیکلي ضمانت غوښتنه وکړه.

خو مخالفې ټلوالې د سوري حکومت دا غوښتنه رد کړه.

بل خوا، په دوشنبه یوه روسي دپلومات وویل، مسکو له دمشق سره د اوربند پر چاره کار کوي او له ټلوالې سره یې هم خبرې پیل کړې دي.