ونزویلا کې کوستاریکايي دپلمات تښتول شوی

د ونزویلا پولیس وايي چې د غه کوستاریکايي دپلمات په لټه کې دي، چې په کاراکاس کې تښتول شوی دی.

تښتوونکو د هغه د خوشي کولو لپاره شرطونه وړاندې کړي دي.

دا درېیم دپلمات دی چې په وروستیو میاشتو کې په ونزویلا کې تښتول کېږي.

د کوستاریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: ''د تښتول شوي دپلمات د اوسېدو له ځای سره اړیکه نیول شوې او تښتوونکو خپل شرطونه وړاندې کړي، دپلمات په ښه حالت کې ښودل شوی.''

د تښتول شوي دپلمات کولیلي په اړه ویل شوي چې ګني هغه د زړه درملو او د وینې د فشار داروګانو ته جدي اړتیا لري.

د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر تارک ال ایسمي ویلي، د تښتول شوي د خوشي کېدو لپاره یې جدي هلې ځلې پیل کړې دي.