م.م د سوري حکومت د سولې پر ژمنه اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالې ټولنې د سولې د پلان په تړاو د سوریې حکومت د ژمنو په اړه اندېښنه ښوولې.

ټاکل شوې وه چې د سورېې حکومت له خپل پوځیان له ښارونو وباسي، خو بیا هم پر ولسي خلکو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی دا ردوي چې د سولې پلان یې ناکام شوی دی، او وايي لا هم د پنجشنبې په ورځ د بشپړ اوربند امکان شته.

په همدې حال کې سوریه یي فعالان وايي په یوه ډله ایز قبر کې یې لږترلږه ۳۷ مړي موندلي دي.