اسیايي هېوادونه د څونامي په وېره کې دي

یو شمېر اسیايي هېوادونو په اندوزیا کې تر زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړی دی.

دغه زلزله چې د ریکتر په کچه ۸،۷ درجې وه د اندونیزیا په آچې ولایت کې شوې .

زلزله هومره درنه ده بلل شوې لکه چې اته کاله مخکې رامنځ ته شوې وه، خو اندونیزیايي چارواکي وايي هغه خلک چې هڅه کوي لوړو سیمو ته ځان وروسوي سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړې ده.

په ګاونډی هېواد تایلند کې چارواکو ټولو هغو کسانو ته د خپلو کورونو د خوشې کولو امر کړی چې د اندامن سمندر غاړې سیمه کې اوسیږي.

د زلزلې ټکانونه په هند، استرالیا، سریلانکا او سینګاپور کې احساس شوي دي.