نورستان کې پوځي عمليات پيل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د خیتځ ولایت نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې یې له تیرې شپې( چارشنبه پنجشنبه) راهیسې یې د وسله والو مخالفانو پرضد پوځي عملیات پيل کړي دي.

د دغه وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، چې دغه عملیات یې دهغو انديښنو د لیرې کیدو لپاره پیل کړي، چې ویل کیدل په نورستان کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه ډیر شوي دي.

ښاغلی وزیري وايي، تر اوسه په دغو عملیاتو کې دتلفاتو په اړه مالومات نشته.