پاکستاني پارلمان ناټو ته بيا لار ورکړه

د پاکستان پارلمان په يوه خوله له امريکا سره د هغه هېواد د کړکېچنو اړيکو په اړه يوه نوې لارښوونه تصويب کړې چې کولى شي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو لار بيا پرانيزي.

پاکستان دغه لاره تېر نومبر هغه مهال وتړله چې د امريکا په يوه هوايي بريد کې د ډيورنډ کرښې ته نژدې د پاکستان ٢٤ عسکر په تېروتنه ووژل.

په پاکستان کې مذهبي ډلو گڼې مظاهرې کړې وې او غوښتي يې و چې پاکستان بايد دغه لار بيا ورنه کړي.

پاکستاني طالبانو د پاکستان د ولسي جرگې غړو ته گواښ کړى و چې که يې د ناټو د لارې بيا پرانيستو ته غاړه کېښوده دوى به يې په نخښه کړي.