سوني شرکت ١٠ زره دندې ختموي

د جاپان ستره بریښنایې کمپنۍ سوني وايي، له مالي ستونزو سره د مقابلې په موخه د لس زره کسانو دندې له منځه وړي.

کمپنۍ وايي دغه دندې به په ټوله نړۍ کې په راتلونکي یوه کال کې له منځه یوسي.

د سه شنبې په ورځ( د اپريل ١٠) سوني کمپنۍ اټکل کړی وه، چې سږ کال یې مالي زیان دوه برابره ډیر شوی چې شپږ عشاریه څلور میلیارد ډالره کیږي.

سوني کمپنۍ د تلویزیون په سوداګرۍ کې له سمسنګ او د موبایلونو په برخه کې له اپل سره سیالۍ کوي.