ملگري ملتونه د سوډان کړکيچ ختمېدۀ غواړي

د ملگرو ملتو امنيت شورا د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ د نښتو سملاسي بندېدل غوښتي او دغه تود شوى کړکېچ يې نړيوالې سولې ته کلک گواښ بللى دى.

شورا پر جنوبي سوډان غږ کړى چې د هېگلېگ د تېلي زېرمو له سيمې څخه چې د تېرې سشنبه په ورځ يې نيولي، ووځي.

او له سوډان نه يې غوښتي چې هوايي بمبارۍ ودروي.