په امريکا کې د شاه رخ خان دوه ساعته نيونه

هند د امريکا متحده ايالاتو ته د امريکا د کډوالو چارو د مسوولينو له لوري د هندي ستوري شاه رخ خان د ادعا شوې نيونې په اړه شکايت کړی دی.

د باليووډ دغه ستوري ويلي د دوو ساعتونو لپاره د نيويارک د وايټ پلېنز په هوايي ډګر کې وروسته له هغه چې په يوه خصوصي الوتکه کې د يالي پوهنتون ته ورسېږي، نيول شوی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی خان د امريکا د مهاجرت يا ګډوالو چارو د مسوولينو له لوري د په نښه کېدو له امله شکايت کوي.

دی په ۲۰۰۹ کال کې هم د نيويارک په يوه بل هوايي ډګر کې نيول شوی وو.