سوريه کې له اوربند وروسته بيا نښتې شوي

سوري ځواکونو او ياغي جنګياليو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د شوي اوربند يوه ورځ وروسته د هېواد په شمال لويديځ کې نښتې کړي دي.

د فعالينو يوه ډله وايي دغه نښتې له ترکيې سره پر پوله د خيربيت الجوز په سيمه کې شوې دي.

د اوربند په لومړۍ ورځ د تاوتريخوالي د پیښو ګراف لويدلی وو، خو سره له دې یوه غاړه بله خوا په تاوتريخوالي تورنوي.

فعالان وايي له اوربند راوروسته شاوخوا ۲۰ کسه وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د کوفي عنان د شپږ ماده ييز پلان د عملي کولو لپاره سوريې ته د څار ډلو پر استولو فکر کوي.