سودان کې کړکېچ په ژورېدو دی

د سودان او جنوبي سودان ترمنځ په پوله کې کړکیچ په ژورېدو دی.

د جنوبي سودان مرستیال ولسمشر رېک ماشار وویل سودانی هوایی ځواکونو د بېنتېو په ښار کې په یوه مارکیټ بمباري کړې او ۵ ولسي وګړي یې وژلي دي.

په لندن کې د سودان سفیر عبدالاهی ال ازرېغ وویل هیواد یې ولسي وګړي نه په نښه کوي او ټینګار یې وکړ چې د جنوبي سوډان د ملاتړو پر پوځي کمپونو یې بمبارۍ کړې دي:

''څو هوايي بریدونه ترسره شوي دي، د سوډان د هوايي ځواکونو یوې ډلګۍ د هېګلېګ سیمه بمباري کړې چېرې چې زموږ ځواکونه هلته میشت دي. خو دا اصلي موضوع نه ده، اصلي خبر دا ده چې دوی د بینتیو په ښار او بازار بمبارۍ کړي چې له امله یې پنځه ملکې وګړي وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان دي.''