اوباما د خپلې کورنۍ مالیاتي پاڼه خپره کړه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپله او د کورنۍ مالياتي پاڼه خپره کړه.

ښاغلي اوباما دغه ګام د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کانديد مېټ رامني چې يو ميليونر دی د نيوکو له امله پورته کړی دی.

هغه د ولسمشر اوباما په مالياتي اصلاحاتو نيوکه کوي.

د بارک اوباما د تېر کال مالياتي پاڼه ښيي چې ولسمشر اوباما او کورنۍ يې شاوخوا ۸۰۰زره ډالره عوايد لرل چې له شل سلنې زياته ماليه يې پرې کړې ده.

ولسمشر اوباما چې په راتلونکي نومبر کې د دويم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دريږي د ماليې ورکولو په چارو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.