کولمبیا کې د امریکا سفارت ته نژدې بمونه چاودلي

د کولمبيا په پلازمينه بوګاتا کې د امريکا سفارت ته څېرمه دوه واړه بمونه چاودلي دي.

په چاودنو کې څوک ټپيان شوي نه دي.

دغه چاودنې له هغه وروسته وشوې چې ولسمشر اوباما د امريکا لويې وچې په سرمشريزه کې د ګډون لپاره کولمبيا ته ورسېد.