په ترکيه کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر خبرې روانې دي

د نړۍ د سترو قدرتونو او ايران ترمنځ د تهران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر خبرې د ترکيې په استانبول کې پيل شوې.

امريکا ايران تورنوي چې ګواکي په پټه د هستوي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې ده.

خو ايران دا تورونه رد کړي دي.

د ايران د خبرو مرکچي سعيد جليلي د امريکا، روسيې، چين، برتانيا، فرانسې او جرمني له چارواکو سره په ترکيه کې خبرو بوخت دی.

ولسمشر اوباما دا خبرې د دپلوماسۍ په برخه کې وروستی چانس بللی دی.