پاکستان د تښتېدلو بندیانو لټون کوي

په پاکستان کې پوليس د نژدې څلور سوه بنديانو لټون کوي چې په بنو کې له يو زندان نه تښتېدلي دي. بنديان وروست له هغه وتښتېدل چې طالب جنګياليو پر زندان يرغل وکړ.

چارواکي وايي په تښتېدليو کې پر جنايي بنديانو سربېره نيول شوي اورپکي هم وو.

يو کس چې (عدنان رشيد) نومېږي د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف د وژنې پر توطيه په مرګ محکوم شوی و.