م.م وايي پر جنوبي سودان بمبار شوی

ملګريو ملتونو د دې پخلی کړی چې پر جنوبي سودان بمبارۍ شوې دي.

دوی ويلي دوو سوډاني جېټ الوتکو د بنټيو پر ښار ۴ بمونه غورځولي، او لږترلږه يو کس يې وژل دی.

ځايي چارواکيو ويلي سوډاني الوتکو پر مايوم ښار هم بمونه غږرځولي او دا چې د وژل شويو ترمنځ ښځې او ماشومان هم وو.

سودان لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، په تېر کې يې تل د هوايي بريدونو ترسره کولو خبر رد کړې ده.

روانه کړکېچ تېره شنبه هغه مهال پيل شو چې جنوبي سودان د هېګلېګ تېلو زېرمې ونيولې، چې د سوډان عايداتو تر ټولو لويه سرچينه ده.