تخار د درو ځانوژونکو د نیولو ادعا کړې ده

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې امنیتي ځواکونو درې تنه وسلوال مخالفین یې نیولي.

د تخار والی عبدالجبار تقوا په یوه خبري غونډه کې ویلي له دغو کسانو سره چې د بریدونو نیت یې درلود ، ځانمرګي واسکټونه او نور مهمات هم نیول شوي دي.