ناټو د افغان پوځ پر تمویل غږېږي

د ناټو د غړو هیوادونو وزیران نن په بروکسل کې پر دې خبرې کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي د افغان ځواکونو لګښت څنګه پوره کوي.

تمه ده امریکایي چارواکي د ناټو په تړون کې دننه او د باندې پر متحدینو فشار راوړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په کال کې شاوخوا یو میلیارد یورو افغانستان ته ورکړی ژمنه وکړي.

دغه دوې ورځنۍ غونډه په راتلونکي میاشت کې د شیکاګو د غونډي لپاره پر چمتوالي خبري کوي.

د بي بی سی ددفاعي چارو خبریال وایې په افغانستان کې په یوه وخت کې د پوځي ایتلاف شتون یوه لویه ننګونه ده.

افغان ولسمشر وایې امریکا د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون تر لاسلیک وړاندي باید ومني چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته څومره مرسته ورسره کوي.