د هاګ څارنوال د سیف الاسلام محاکمې لپاره لیبیا ته ورغلی

د نړیوالې جنایې محکمې لوړ پوړی څارنوال لیبیا ته ورسید چې ددغه هیواد د پخواني مشر ډګروال قذافي د زوی سیف الاسلام قذافی پر برخلیک بحث وکړي.

د طرابلس موقت حکومت دا نده منلې چې سیف الاسلام قذافي دې د محکمې لپاره هالند ته وسپارې چیرې چې دی په بشري جرمونو تورن بلل شوی.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې یو داسي تړون سوی چې به مخې به یې ښایې ښاغلی قذافي په لیبیا کې دننه محاکمه شي خو د نړیوالې جنایې محکمې په حضور کې به دا کار کیږي.