افغان بزگران وايي ملخو گواښلي

د افغانستان د شمالي ولایتونو په یو شمیر برخو کې ملخ پیدا شوي چې بزګر یې اندیښمن کړي دي.

افغان بزګران ملخان افت بولي او وایي که وار له مخه د دغه آفت مخه ونه نیول شي نو لوی تاوانونه به پیښ کړي.

خو د کرنې مسوولین وايي چې وار له مخه یې په یو شمیر برخو کې د ملخو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی دی.

تير کال په تخار او ځينو نورو شمالي ولايتونو کې د ځايي بزگرانو په وينا ملخو خورا ډير ورانى وکړ.