هند لېرې واټن ویشتونکی توغندی وازمایه

هند د یوه لېرې ویشتونکي توغندي آزموینه وکړه، چې تر پنځه کیلو متره لرې واټن ویشتلی شي.

دغه توغندی به د چین زیاتره ښارونو ته د رسېدو وړتیا ولري.

د آکني پنځه توغندی چې اټومي سروکي هم له ځان سره لېږدولی شي د دې هېواد له ختیځ څخه توغول شوی دی.

هندي چارواکو دا نه دي ویلي چې توغندي د دوی له تمې سره سم واټن وهلی که نه؟

په دې سره به هند یو له هغو هېوادونو شي چې د لویو وچو ترمنځ د لېرې واټن ویشتونکي هستوي توغندي لري.