البشیر : د سویلي سوډان خلک به "آزاد" کړي

د سوډان د ولسمشر عمر البشیر له دې خبرې سره چې وايي غواړي د سویلي سوډان خلک د هغوی له خپل حکومت نه آزاد کړي دواړه هیوادونه یوې لوي جګړې ته نژدي شوي دي.

نوموړي دغه خبره په خرطوم کې یوې غونډې ته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لا له وړاندې پر پوله یو لړ نښتې شوې دي.

ولسمشر عمر البشیر وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ پوله نوره د منلو نه ده یا به شمالي سوډان د سویلي سوډان په پلازمینه کې ختمیږي او یا به سویلي سوډان په خرطوم کې.

هغه وویل د سویلي سوډان د هر تیري ځواب به په خپلې بڼه ورکړل شي.