د پاکستان د پوځ مشرتابه وايي سیاچن دې ناپوځي شي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د همالیا په غرونو کې د سیاچن ګنګل شوې سیمې د ناپوځي کولو غږ وکړ.

نوموړي دغه خبره د هغې سیمې له لیدنې وروسته وکړه چې یوه اوونۍ مخکې پکې د واورو د ښوویدنې له امله تر ۱۳۰ ډیر پاکستاني پوځیان ووژل شول.

ښاغلي کیاني پر پاکستان او هندوستان غږ وکړ چې د دغې سیمې په هکله خبرو ته کښینې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني ټینګار وکړ چې په سوله ییز ګاونډیتوب کې دواړه هیوادونه کولای شي چې د خپلو خلکو پر خیر ښيګنې فکر وکړی او په دې توګه دفاعې لګښتونه راټیټ شي.

سیاچن په ټوله نړۍ کې د جګړې هسک ډګر بلل کیږي.