په عراق کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

په عراق کې پولیس وايي د یو لړ چاودنو له امله لږ ترلږه اووه تنه وژل شوي دي.

د دغو چاودنو ډېری یې د پلازمینې بغداد په شعیه میشتو سیمو کې شوي دي.

له کرکوک او سمارا ښارونو څخه راپورونه وايي د بمي بریدونه له امله اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.