د برما ولسمشر د جاپانيانو پانګونه غواړي

د برما ولسمشر تين سين جاپان ته رسېدلی دی.

دا په تېرو دريو لسيزو کې جاپان ته د برما د حکومت د يوه مشر لومړنی سفر دی.

د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال به ولسمشر تين سين د جاپان له لومړي وزير سره پر برما د جاپان د پورونو په اړه وغږېږي.

تمه ده چې دوی به دغه راز له برما سره د جاپان د مرستو او په دغه هېواد کې د جاپانيانو د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړي.

په توکيو کې له غونډې وړاندې تين سين وويل برما چې په ميانمار مشهوره ده له جاپان سره د لويو سوداګريزو اړيکو ته لېواله ده