له هېګلېګ د جنوبي سوډان ځواکونه په شا کېږي

جنوبي سوډان خپلو عسکرو ته د سوډان د تيلو له لانجمنې سيمې، هېګلېګ نه د سملاسي وتلو امر کړی دی.

دغه سيمه تېره اوونۍ د جنوبی سوډان ځواکونو لاندې کړې وه.

د جنوبي سوډان ولسمشر په يوه بيان کې ويلي دي چې له دغې سيمې د سرتېرو وتل به يې په درې ورځو کې بشپړ شي.

د هېګلېګ د سيمې د نيولو له امله جنوبي سوډان په نړيواله کچه وغندل شو.

ملګرو ملتونو او افريقايي ټولنې له جنوبي سوډان نه وغوښتل چې د سوډان له دغې تيلي سيمې خپل ځواکونه په سملاسي ډول په شا کړي.